د کندهار ولایت د کرنې حفظ المیوي لیسې لنډه پیژندنه

د کندهار ولایت مرکز د کرنې حفظ المیوي لیسه په ۱۳۹۴ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې عمومي کرني په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۲) ټولکي (لېسې) دوره کې زده کوونکي  په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: کندهار ولایت مرکز د کرنې حفظ المیوي لیسې ودانۍ ( ۶) درسي او اداري خونې لري، اوبه، برښنا او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: کندهار ولایت مرکز د کرنې حفظ المیوي لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۲) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: کندهار ولایت مرکز د کرنې حفظ المیوي لیسه کې (۲)  تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې دواړه استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګې (عمومي کرنه) لري، چې (۷۰) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: کندهار ولایت مرکز د کرنې حفظ المیوي لیسه کې (۷۰) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.