د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د  عمومي کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۲) ټولکي پورې (لېسې) دوره کې زده کوونکي  په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې ودانۍ ( ۵) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه کې (۳۸) نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۲۷۲) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه کې (۲۷۲) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.