د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د مټاخان ولسوالی کثیرالرشتوی لېسې ودانۍ ( ۳) درسي خونې او همدارنګه سولري برښنا لري.

جوړښت اړوند معلومات: د مټاخان ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري چې (۳۷) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د مټاخان ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه کې (۳۷) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.