د پکتیکا ولایت د سربی ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د پکتیکا ولایت د سروبی ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه چې د یاد ولایت په سروبی ولسوالۍ کې موقیعت لري، په ۱۳۹۹ هجری لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د ادارې او تجارت په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

 د سروبي ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه ځان ته ودانۍ چې ( ۳) درسی خونی، سولري برښنا لري.

جوړښت اړوند معلومات:

د سروبي ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه په ټوله کې (۸) کارکوونکي لري، چې (۳) استادان، (۲) ادارې کارکوونکي او (۳) خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

 په دغه لیسه کې (۳) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

دا لیسه (۱) څانګه (اداره او تجارت) لري چې (۶۳) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د سروبي ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه کې (۶۳) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.