د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ ادارې او تجارت لېسه

د پکتیا ولایت د احمداباد ولسوالۍ ادارې او تجارت لیسه په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د ادارې او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د احمداباد ولسوالی اداره او تجارت لیسه ودانۍ (۳) درسي او ادارې خونې لري. چې  برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د احمداباد ولسوالی اداره او تجارت لیسه په ټوله کې (۵) تنه کارکوونکي لري. چې (۲) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه لیسه کې (۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (ادارې او تجارت) لري. چې (۳۸) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.