د هلمند ولایت د گرشک ولسوالۍ میخانیکي لېسه

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ میخانیکي لېسه په ۱۳۵۶ هجرې لمریز کال کې د تأسیس شوه د قوي برق، ماشین کارۍ او موټرو ترمیم په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لیسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ میخانیکي لېسې (۲) ودانۍ چې په ټوله کې ( ۱۶) درسی او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کيږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ میخانیکي لېسه په ټوله کې (۲۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۸) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

 د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ میخانیکي لېسه کې (۱۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۳) څانګې (قوي برق، ماشین کارې او موټرو ترمیم) لري. چې (۱۱۰) تنه زده کوونکي‌ په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.