د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍکثیرالرشتوي لېسې ودانۍ (۵) درسي او ادارې خونې لري. اوبه، برښنا او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍکثیرالرشتوي لېسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍکثیرالرشتوي لېسه کې (۳) تن استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري. چې (۱۸۹) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍکثیرالرشتوي لېسه کې (۱۸۹) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.