د لوګر ولایت د ځانګړو زده کړو لېسه

د لوګر ولایت د ځانګړو زده کړو لیسه په ۱۳۹۹ هجري لمريز کال کې تأسیس شوې د ناشنوا په څانګه کې له لسم (۱۰)څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لیسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د لوګر ولایت مخانیکي لیسه ودانۍ (۱۰) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او ورزشي ساحه او همدارنګه شنه ساحه يې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د لوګر ولایت مخانیکي لیسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د لوګر ولایت مخانیکي لیسه کې (۳) تنه استادان تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۱) څانګې (ناشنوا) لري، چې (۲۱) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.