د فراه ولایت مرکز د ځانګړو زده لېسه

د فراه  ولایت مرکز د ځانګړو زده  لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د ناشنوایانو او نابینایانو په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د فراه  ولایت مرکز د ځانګړو زده  لېسه ځانګړې ودانۍ نه لري ، د یاد ولایت په پنځمه ناحیه کې په یوه کرایې ودانۍ کې خپلې تدریسي او اداري چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د فراه  ولایت مرکز د ځانګړو زده  لېسه په ټوله کې (۴) تنه تشکیل لري چې (۱) تن د لېسې آمر او  (۳) تن خدماتي کارکوونکي لري.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه ) څانګې (د نابینایان او ناشنوایان) لري، چې (۱۳) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۱۳) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.