د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسه

د فراه  ولایت د شیبکوه ولسوالۍ د کثیرالرشتوي  لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د عمومي کرنې او ادارې او تجارت په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د فراه  ولایت د شیبکوه ولسوالۍ د کثیرالرشتوي  لېسه ځانګړې ودانۍ نه لري ، د یادې ولسوالۍ په کین کلې کې د عمومي زده کړو په وداني کې خپلې تدریسي او اداري چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د فراه  ولایت د شیبکوه ولسوالۍ د کثیرالرشتوي  لېسه په ټوله کې (۳) تنه تشکیل لري چې (۱) تن د لېسې آمر او  (۲) تن خدماتي کارکوونکي لري.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه ) څانګې (عمومي کرنه او اداره او تجارت) لري، چې (۳۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۳۵) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۶) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.