د فراه ولایت انار درې ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه

د فراه  ولایت انار درې  ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د فراه  ولایت انار درې  ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې ځانګړې ودانۍ نه لري د یاد ولایت د عمومي زده کړو  په ودانۍ کې خپلې تدریسي او اداري چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د فراه  ولایت انار درې  ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې په ټوله کې (۳) تنه تشکیل لري چې (۱) تن آمر (۲) تنه خدماتي کارکوونکي لري.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه ) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۲۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۲۲) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.