د غزني ولایت ځانګړو زده کړو مسلکي لیسې لنډه پيژندنه

د غزني ولایت ځانګړو زده کړو مسلکي لیسه په ۱۳۹۹ هجری لمریز کال کې تأسیس شوی چې د ناشنوایانو، نابینایانو او خیاطۍ په ځانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي (لیسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غزني ولایت ځانګړو زده کړو مسلکي لیسه ودانۍ چې (۱۳) درسی او (۲) ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د غزني ولایت ځانګړو زده کړو مسلکي لیسه په ټوله کې (۱۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۵) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غزني ولایت ځانګړو زده کړو مسلکي لیسه کې (۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې (۳) تنه نارینه او (۲) تنه یې ښځینه استادانې دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۳) څانګه (نابینایانو، ناشنوایانو او خیاطي) لري. چې (۵۳) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: په یاده لیسه کې (۵۳) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.