د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ شیر آباد تخنیکي لیسه

د غزني ولایت د قره باغ  ولسوالۍ شیر آباد تخنیکي لیسه په ۱۴۰۱ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، د موټرو ترمیم او برښنا په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۲) ټولکي پورې (لیسې) دوره کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غزني ولایت د قره باغ  ولسوالۍ شیر آباد تخنیکي لیسې ودانۍ ( ۱۶) درسي او اداري خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د غزني ولایت د قره باغ  ولسوالۍ شیر آباد تخنیکي لیسه په ټوله کې (۵) تنه کارکوونکي لري، چې (۱) تن استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غزني ولایت قره باغ  ولسوالۍ شیر آباد تخنیکي لیسه کې (۱) تن نارینه استاد د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۲) څانګې (د موټرو ترمیم او برښنا) لري، چې (۲۱) تنه زده کوونکي په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.