د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍکرنې مسلکي لېسه

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍکرنې مسلکي لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍکرنې مسلکي لېسې ودانۍ (۱۴) درسي او همدارنگه (۲) ادارې خونی لري.

جوړښت اړوند معلومات: د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۱) تن خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۴۷) تنه زده کوونکي په یاده څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسه کې (۴۷) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.