د شکردري ولسوالي د کثیرالرشتوی لیسه

د کابل ولایت د شکردری ولسوالۍ کثیرالرشتوی لیسه چې په ۱۳۹۹ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، چې د عمومي کرنې او بریښنا په څانګه کې له لسم (۱۰)څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي (لېسي دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ولایت د شکردری ولسوالۍ کثیرالرشتوی لیسه ځان ته ودانۍ لري، چې (6) درسي ټولګي، برښنا او همدارنګه د څښاک پاکې اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ولایت د شکردري ولسوالۍ کثیرالرشتوی لیسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري، چې (۲) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ولایت د شکردري ولسوالۍ کثیرالرشتوی لیسه (۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۲) څانګي (عمومي کرنه) او (بریښنا) لري چې (۱۲۵) تنه زده کوونکي په ذکر شوي  څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.