د دایکندی ولایت کیتی ولسوالۍ کرنې مسلکي لیسه

د د ایکندی ولایت کیتی ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کیتی ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسې ودانۍ (۶) درسي او ادارې خوني لري. سولري برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کیتی ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: په دغه لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: دا لیسه (۱) څانګه (عمومي کرنې) لري. چې (۷۶) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د کیتی ولسوالۍ د کرنې مسلکي لیسه کې (۷۶) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.