د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د بلخ  ولایت د چمتال ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې د لېسې په نوم  تأسیس شوه چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

جوړښت اړوند معلومات: د بلخ  ولایت د چمتال ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بلخ  ولایت د چمتال ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه کې (۳) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه (۱) څانګه (عمومي کرنه) لري، چې (۷۶) تنه زده کوونکي په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۷۶) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.