د بدخشان ولایت مرکز د ځانګړو زده کړو لېسه

د بدخشان ولایت مرکز د ځانګړو زده کړو لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال تأسیس شوې ده، چې د نابینایانو او ناشنوایانو په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بدخشان ولایت مرکز د ځانګړو زده کړو لېسه خپله ځانګړې ودانۍ نه لري په یوه کرایې ودانۍ کې چې (۸) خوني لري خپلې اداري او تدریسي چارې مخ ته وړي.

جوړښت اړوند معلومات: د بدخشان ولایت مرکز د ځانګړو زده کړو لېسه په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۱) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بدخشان ولایت مرکز د ځانګړو زده کړو لېسه کې (۱) ښځینه او همدارنګه (۲) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه (۲) څانګې (ناشنویان او نابینایان) لري، چې (۸۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۸۶) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۵) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.