د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه چې په ۱۳۹۸ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، چې دا یو مسلکي لیسه دي، چې د عمومي کرنې او الکتروتخنیک په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر دوولسم (۱۲) ټولکي (لېسي دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

دغه انسټيټوټ ځان ته ودانۍ لري (۱۵) درسي او ادارې، برښنا او همدارنګه د څښاک پاکې اوبه لري.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه په ټوله کې (۷) کارکوونکي لري، چې (۲) تنه(آمر، تدریسی مدیر) (۲) تنه رسمی استادان، (۱) تنه معتمد او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۲) تنه رسمی استادان او (۵) تنه خارج تشکیل استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاده لیسه (۲) څانګې (عمومي کرنه او الکتروتخنیک) لري، چې (۸۹) تنه زده کوونکي په ذکر شویو څانګو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه کې (۸۹) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.