په میدان وردګ ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
tveta

د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي په یاد ولایت کې د مجاهدینو لپاره د تعلیمي سویې د تثبیت آزموینې د پیل خبر ورکوي.

د پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې د میدان وردګ ولایت سیمه ییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

د دوی په خبره، په دې پروګرام کې شاوخوا ۴۳۰ تنو مجاهدینو ګډون کړی و او ټاکل شوي چې د تعلیمي سویې د تثبیت وروسته به د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د اداري او مدیریت په برخه کې زده کړې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د میدان وردګ ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونه د مجاهدینو لپاره د ښوونیزو ټولګیو د پیل شاهدان وو، چې په نوموړو ټولګیو کې د ادارې او مدیریت پروګرامونه تدریس کیږي.

د مجاهدینو د روزنیزې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې؛ مجاهدين په ټول هېواد کې د تعليمي سویې له تثبیت وروسته د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو په موخه شاملېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۲:۵
Background image

د ناشنوایانو مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو ته د خوراکي توکو ویش

یوې مرستندویې موسسې د کابل ولایت د ناشنوایانو انسټیټوټ پر ۴۹۰ تنو زده کوونکو خوراکي توکي او وريجې وویشلې. دکابل ولايت دتخنيکي آمریت مسوولين وايي چې دغه خوراکي توکي نن د مرستندویې موسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۲:۰
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست، کاپيسا ولايت ته سفر وکړ

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت دیادې ادارې د پلاوي په مشرۍ کاپيسا ولايت ته سفر وکړ. کاپیسا ولایت ته د نوموړي د سفر موخه په دغه ولایت کې د تخنیکي زده کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۸:۱۹
Background image

په نیمروز ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمی سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي په دغه ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه د آزموینې د اخیستلو خبر ورکوي. په یاد پروګرام کې د نیمروز ولایت سیمه‌ییزو. . .

BACK TO NEWS