د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د بلخ د نفتو او ګازو انستیتیوت د برق څانګې محصلینو ته د DCماشینونو د جوړښت او د AC ماشینونو سره د هغوی د توپیر په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
د روزنې په ترڅ کې، لارښود استاد د DC او AC ماشینونو ترمنځ د جوړښتي توپیرونو په اړه زده کونکو ته مفصل توضیحات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.