په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انسټیټونو او مسلکي لېسو د استادانو د خالي بستونو اعلان

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۴:۲
بست های خالی

Publish Date

Closing Date

Sorry...This form is closed to new submissions.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د چارو د ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ، کار اهل کار ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د جوړولو لپاره، د تېرو اعلانونو پر دوام، دا دی د مرکز او ولایتونو په کچه د خپلو روزنیزو مرکزونو د استادانو خالي (۱۹۸) بستونه بیا اعلانوي.

په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي چې د غوښتنې فورمې د ۱۴۰۲/سنبلې/ ۲۵ تر ۱۴۰۲/ تلې/۳ نېټې پورې د هارډ کاپي په توګه په اړوندو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له امریتونو ترلاسه او په کره توګه له ډکولو وروسته یې بېرته وسپاري.

کاندیدان کولای شي د غوښتنې فورمې په حضوري ډول په دارالامان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له مرکزي دفتر نه هم ترلاسه کړي.

په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي د غوښتنې فورمې له لاندې لېنک

 نه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې د PDF په بڼه چې حجم یې له 5MB زیات نه وي؛ د برېښنا لیک په دغه پته   recruitment.arcsa@aop.gov.af  را واستوي.

هغه کاندیدان چې د تحصیلي دورې نمرې یې له ۷۰ سلنې کمې دي، په شرایطو برابر نه دي.

کاندیدان کولای شي هممهاله په جلا توګه د «۳» بستونو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي.

د غیر ضروري اسنادو (کاري تجربې، ستاینلیک، تحسین نامې، تصدیق نامې او نورو سرټیفیکېټونو) او پرلپسې برېښنالیکونو له رالېږلو ډه ډه وکړي.

یاد دښت: د لوړو زده کړو وزارت له خوا د تایید شوو تحصیلي اسنادو، تایید شوو نمرو ترانسکریپت کاپي او د تذکرې کاپي حتمي ده.

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۹/۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸

 

د اعلان شوو بستونو د جدول لېنک:

https://drive.google.com/file/d/1fV1mzfpS8v4VCyx39imPglFbVTr-WkyO/view?usp=sharing

د غوښتنې فورمې لېنک:

https://drive.google.com/file/d/1NeeaNlfCxF848WRcQNAqVrcGz7-e51oG/view?usp=sharing

د دندو د لایحې لېنک:

https://drive.google.com/file/d/1AsfjkXogUjvPBw_LEw_UE7cs1xF75Msc/view?usp=sharing

مربوطه دندېټول ښوول

بیرته تګ