د غزني کثیرالرشتوي انستیتوت د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر
د غزني ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د موټرو څانګې محصلینو په عملي بڼه زده کړې تر لاسه کړې.
لارښود استاد د یاد ښوونیز مرکز عملي زده کړو په ورکشاپ کې محصلینو ته د موټر د ترمیم څرنګوالی تشریح کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د روزنې لویه برخه عملي ده. له همدې امله د دې مرکزونو فارغان له فراغت وروسته د کار بازار ته جذب کیږي.