د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مبارکۍ پیغام

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۹:۲۶
Ramadan

بسم الله الرحمن الرحیم

شَهْرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ فِیهِ ٱلْقُرْءَانُ هُدًۭى لِّلنَّاسِ وَبَیِّنَٰتٍۢ مِّنَ ٱلْهُدَىٰ وَٱلْفُرْقَانِ

یو ځل بیا د روژې مبارکه میاشت چې د رحمت، بخښنې، برکت او فضیلت میاشت را رسیدلې ده، لوی خدای (ج) دې موږ ته د عبادت، دعاګانو او بنده ګۍ ارزښتناکه معنوي فرصت راکړي.

ګرانو هیوادوالو!

زه د الله جل جلاله شکر ادا کوم چې ماته او تاسو ته یې یو ځل بیا  په دغه مبارکه میاشت کې چې د زرو میاشتو سره برابره ده د عبادت کولو توفیق راکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادراې د مشرتابه او کارکوونکو په استازيتوب د رحمت او مغفرت د مياشتې د رارسيدو په پار د افغانستان غيور ولس ته مبارکي وړاندې کوم او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه غواړو چې د ټولو مسلمانانو روژې او عبادتونه په خپل دربار کې قبول او منظور کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د موسهي مسلکي لیسې زده کوونکو ته د مرغ دارۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د کابل ولایت د موسهي مسلکي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د چورګوړو ایستلو (چوچه‌کشۍ) ماشین په اړه عملي روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د چرګانو د مصنوعی چوچه کشۍ د طریقې په اړه زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۳
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست د پلټنې عالي ادارې له مسوولينو سره وکتل

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د پلټنې عالي ادارې له يوه پلاوي سره وکتل. دا پلاوی هر کال د اداراتو پلټنه و ارزونه ترسره کوي. د دې مراسمو په پیل کې د پلټنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د خان آباد د کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو ته د مچیو د پالنې په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکو د مچیو د پالنې یوه فارم ته د علمي‌ سفر په ترڅ کې د شاتو مچیو په اړه په عملي بڼه روزنه ولیده. د درس په جریان کې. . .

BACK TO NEWS