د «WFP» موسسې د ننګرهار د ځانګړو زده کړو زده کوونکو ته خوراکي توکي وویشل
د ننګرهار د پوهنې ریاست د تخنیکي چارو مسوولین د یاد ولایت د ځانګړو زده کړو پر زده کوونکو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکوي.
د ننګرهار ولايت تخنيکي آمر انجنير فضل الباري نصرت وايي، په دغو توکو کې بسکټونه هم شامل دي، چې د WFP موسسې له لوري شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکو ته وېشل شوي دي.
د محترم انجینر نصرت په وینا دا بهیر به د ۱۴۰۳ کال تر پایه دوام وکړي.