د جوزجان تخنيکي انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالانو لپاره پرکتیک دوره پيل شوه
د جوزجان تخنيکي انسټيټوټ د یاد ولايت د برښنا څانګې زده کویالانو لپاره پرکتیک دوره پيل شوه.
دوی به په جوزجان ولایت کې د ۳۵۰۰۰ ولټ سب سټیشن کې د لارښود استاد تر څارنې لاندې کار وکړي.
د جوزجان تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د برښنا شرکت په ګډون له دولتي ادارو سره د عملي زده کړو د زمینې د برابرولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ زیاتې زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.