د پکتیکا ولایت تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت له خوا پنځه ورځنی سیمینار جوړ شو
د پکتيکا ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي اختر محمد نوراني وايي، چې د دغه سيمينار له جوړېدو څخه يې موخه د ا.ا.ا مجاهدينو د اداري او مدیریت مهارتونو لوړول دي.
د هغه په وينا، په دغه سيمينار کې به ۵۰ "مجاهدينو" ته چې دا مهال په دولتي ادارو کې کار کوي، د ادارې او مديريت مهارتونه تدریس کېږی.
تر دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته روزنیز دورې جوړې شوي وي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا مجاهدینو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره کړي.
