د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ محصلینو په دغه ولایت کې له تولیدي شرکت څخه لیدنه وکړه
د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د یاد ولایت اړوند یو تولیدي شرکت ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د تولیدي ماشین آلاتو په اړه روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، نوموړو ته د تولیدي ماشین آلاتو د کارکرد د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.
په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو کې کلیدي رول لوبوي.
د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.