د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د بشري سرچینو ریاست د ابوریحان لوړو زده کړو موسسې په همکارۍ د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د تدریسي او اداري مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ کړ.
په دې پروګرام کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو (۲۴) تنه تدریسي او اداري مدیرانو برخه اخیستې وه، چې د ۲ ورځو لپاره به د " کار د وېش، د انساني منابعو د سازماندهي او سلسله مراتبو" په اړه په عملي بڼه وروزل شي.
د بشري سرچینو ریاست د مسوولینو په وینا، د دغه روزنیز پروګرام له جوړولو څخه یې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اداري کارکوونکو او استادانو د ظرفیت لوړول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري سرچینو ریاست له دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي.