د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د کانکریټ په اړه روزنه ورکړل شوه
د بلخ د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ساختمان څانګې محصلینو ته د کانکریټ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، محصلینو ته د کانکریټ او د ساختمان د قالب بندۍ د څرنګوالي په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.