د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کابل د نابینایانو انسټیټوټ له مسؤلینو سره خبرې اترې وکړې
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د کابل ښار د نابینایانو انسټیټوټ له آمر او یو شمېر استادانو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړي.
په دغې کتنه کې د فراه انسټيټوټ مسؤلينو خپلې ستونزې او اړتياوې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره شريکې کړې .
په ورته وخت کې ښاغلي مولوي شهامت د کابل نابینایانو انسټیټوټ د ستونزو د هواري په هکله ډاډ ورکړ.
نوموړي همدا راز د کابل تخنيکي آمر ښاغلي رفيع الله حبيبي ته دنده وسپارله، چې د محصلينو د ترانسپورت په ګډون د نابينايانو د انسټيټوټ ستونزو ته پاملرنه وکړي.