د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د زابل د تخنیکي مرکزونو له مسوولینو سره وکتل

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د زابل ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له آمرینو او کارکوونکو سره وکتل.
په دغې ناسته کې پر ستونزو او د هغو د حل پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د زابل د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له کارکوونکو سره په کتنه کې، د کارونو په پر وخت بشپړولو ټینګار وکړ او لارښوونه یې وکړه چې عملي کارونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
همدارنګه ښاغلي مولوي احساس زیاته کړه چې د مجاهدینو لپاره د چمتو شوې روزنیز طرحې د تطبیق په برخه کې باید د آمرینو او کارکوونکو له خوا زیاته پاملرنه وشي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت لوړول د دغې ادارې د مشرتابه له لومړیتوبونو څخه دي او باید د تحقق لپاره یې هڅې وشي.
په داسې حال کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د هواري ژمنې ترڅنګ، د ځینو مسایلو په اړه مسئولینو ته لازمې لارښوونې هم ورکړې.