د پکتیا تخنیکي انسټیټوټ کې د کانکور آزموینه واخیستل شوه
د پکتیا تخنیکي انسټیټوټ کې د زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموينه کې د برښنا، موټر ترميم او کمپيوټر ساينس څانګو لپاره ٢٥٠ تنو نوماندانو برخه اخيستې وه.
په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د جلب او جذب بهیر روان دی.