۱۳مې ناحيې کثیرالرشتوي انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار ۱۳مې ناحيې کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۰ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی  چې د اداره او سوداګرۍ، اداره مدیریت، بانکداري، محاسبه، شبکه او ډیټابیس په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

دکابل ښار ۱۳مې ناحيې کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ چې  (۱۶) درسي خونې لرې. چې برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

دکابل ښار ۱۳مې ناحيې کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۳۱) تنه کارکوونکي لري چې (۲۰) تنه استادان، (۵) تنه ادارې کارکوونکي او (۶) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

دکابل ښار ۱۳مې ناحيې کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۲۰) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې (۱۵) تنه نارینه استادان او (۵) تنه ښځينه استادانې دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټیټوټ (۶) څانګې (اداره او سوداګرۍ، اداره مدیریت، بانکداری، محاسبه، شبکه او ډیټابیس) لري، چې شاوخوا (۳۵۰) زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو  کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کپیوټر لب:

دکابل ښار ۱۳مې ناحيې کثیرالرشتوي انسټيټوټ یو باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه یو باب مجهز کتابتون لري.

بدل اعاشه:

دکابل ښار ۱۳مې ناحيې کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې شاوخوا (۳۵۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه (۱۰) تنه د بدل اعاشې په نوملړکې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي. دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.