د کندهار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د کندهار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، د کمپیوټر ساینس، ادارې او مدیریت او ساختماني انجینرۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:  د کندهار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ (۲۴) درسي او اداري خونې لري، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:  د کندهار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۳) تنه کارکوونکي لري، چې (۸) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (کمپیوټر ساینس، اداره او مدیریت او ساختماني انجینري) لري، چې (۴۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د کندهار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: د کندهار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۴۱) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.