د پروان ولایت سیاګرد غوربند ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د پروان ولایت سیاګرد غوربند ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لیسې په نوم تأسیس شو، بیا په ۱۳۹۱ هجرې لمریز کال کې د سیاګرد غوربند معاونیت انجینرۍ انسټيټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه او په ۱۳۹۸ هجرې لمریز کال کې کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته یې نوم تغییر شو چې ساختمان، اداره او مدیریت، کرنې او وترنرۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پروان ولایت سیاگرد غوربند ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ ( ۴۵) درسي او اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پروان ولایت سیاگرد غوربند ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۳) تنه کارکوونکي لري، چې (۵) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۵) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پروان ولایت سیاگرد غوربند ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۵) تنه نارینه استاد د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (ساختمان، اداره او مدیریت، کرنې او وترنرۍ) لري، چې (۱۲۸) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د پروان ولایت سیاگرد غوربند ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب او همدارنګه (۱) باب مجهز کتابتون لروونکی دی.

بدل اعاشه: د پروان ولایت سیاگرد غوربند ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۲۸) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۱) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.