افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ، په ۱۳۳۰ هجري لمريز کال کې  تاسیس شوی چې د کمپیوترساینس، برښنا، موتر ترمیم، مهندسي ساختمان، تعمیرات، ماشین او فلزکاری او خیاطی په څانګو کې د لسم (۱۰) ټولګی څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګی پورې (ليسې او انسټیټوټ دوره) کې  ورځنې او شپي  وختونو کې زده کوونکی او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ درې پوړیزه ودانۍ چی (۵۲) درسی او ادارې خونې لري.

 چې برښنا، اوبه، ورزشی میدانونه او همدارنګه شنه تفریحې ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ په ټوله کې (۱۴۳) تنه کارکوونکي لري. چې له دې ډلې څخه (۱۱۴) تنه استادان، (۷) تنه ادارې کارکوونکي او (۲۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۷) څانګې (کمپیوترساینس، برښنا، موتر ترمیم، مهندسی ساختمان، تعمیرات، ماشین او فلزکاری، خیاطی) لري چی (۲۱۶۴) تنه زده کوونکی او زده کړیالان په یادو څانګو کی په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دی چی له دې جملی څخه ( ۱۶۳۴) تنه نارینه او (۵۳۰ ) تنه ښځینه زده کوونکي دي.

کمپیوټر لب او ورکشاپ:

د کابل ښار افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ هر ډيپارټمنټ لپاره جلا او مجهز کمپیوترلب لري او همدارنګه د ابتدایی تخنیک، سیم پیچی، ویرینک، الکتروتخنیک،کپي کشی او رنګمالې، انجن، ویرینګ، بلانیس، سټډیو، نقشه کشی او مودل سازی، نلدواني، ابرساني، ساختمانی موادو او ماشین الاتو په برخو کې (۵) بابه په سینسی او انالوک ماشینونو مجهز ورکشاپونه لري.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

د کابل ښار افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ کې (۱۱۴) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې (۹۴) تنه نارینه استادان او (۲۰) تنه ښځينه استادانې دي.

بدل اعاشه:

د کابل ښار افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ کې (۲۱۶۴) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه (۳۸) تنه د بدل اعاشې او (۹۰) تن په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.