ادارې او حسابدارۍ ښځینه انسټیټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ ښځینه انسټیټوټ، په ۱۳۳۹ هجري لمريز کال کې د ښځینه مسلکی لېسی په نوم تأسیس شو او  ۱۳۶۳ هجری لمریز کال کې پوهنې وزارت مسلکی تدریساتو ریاست تر چتر لاندې یي په فعالیت پیل وکړ، بیا په ۱۳۸۴ هجری لمریز کال کې د ښځو چارو وزارت په اډانه کې داخل چې بالاخره په ۱۳۸۸هجري لمریز کال کې د ښځو چارو وزارت له چوکاټ څخه جلا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چوکاټ کې ادارې او حسابدارۍ ښځینه انسټیټوټ ته ارتقا وکړه. چې د لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسه او انسټیټوټ) کې ښځینه زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: 

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ ښځینه انسټیټوټ ودانۍ (۱۴) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنگه شنه ساحه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ ښځینه انسټیټوټ په ټوله کې (۵۶) تنه کارکوونکي لري. چې (۴۵) تنه استادان، (۶) تنه ادارې کارکوونکي او (۵) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ ښځینه انسټیټوټ کې (۴۵) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې څخه (۱) تن نارینه استادان (۴۴) تنه ښځينه استادانې دي.

 

تحصیلي څانګې: 

یاد انسټیټوټ (۶) څانګې (محاسبه، بانکداري، ادراه او مدیریت، اداره او تجارت، بازار موندنه او استاد- شاګردی) لري. چې (۹۰۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کابل ښار ادارې او حسابدارۍ ښځینه انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د علمي زده کړو لپاره دوه (۲) بابه مجهز کمپیوټر لب هم لري.

 

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي. دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.