د هلمند ولایت اړوند مرکز میخانیکي لیسې د زده کوونکو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۰:۵۸
TVETA

د هلمند ولايت د مرکز اړوند میخانیکی لیسې څخه د یو شمیر زده کوونکو د فراغت په مناسبت د یاد ښوونیز مرکز لخوا، فراغت غونډه ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د هلمند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د فارغو شویو زده کوونکو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې ويناوالو د عصري علومو په ځانګړې توګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د مسلک د رامنځته کولو بنسټ ګڼل کېږي، خبرې وکړې. نوموړو دغه راز ځوانان وهڅول چې په خپلو اړوندو څانګو کې زده کړو ته دوام ورکړي.

دغه راز په دوام کې، نوموړو له ځوانانو وغوښتل، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې خپله ونډه په پوره هوډ سره ترسره کړي.

د غونډې په پای کې زده کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم په دعایې سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS