د کنړ د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ څخه نږدې ۷۰ تنه محصلین فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۳:۱۳
tveta

د کنړ ولایت د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټوټ څخه څه باندې ۷۰ تنو د فراغت مراسم د یاد ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

په دغې مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني ترڅنګ؛ د نورو ملکي او نظامي ادارو استازو هم حضور درلود.

مولوي حقاني په دغې برنامه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې محصلينو ته د فراغت مبارکي وويله او زياته يې کړه چې حکومت د هېواد پرمختګ او سوکالۍ ته ژمن دى او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د کنړ تخنیکي آمر مولوي شاکرالله الکوزي په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او د ځوانانو د روزلو په برخه کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو او کارکوونکو هڅې وستایلې.

نورو ويناوالو هم په هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اهمیت په اړه خبرې وکړې او د دغو زده کړو په لا زيات ملاتړ يې ټينګار وکړ.

غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS