د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره کې د ښوونیزو اړتیاوو ارزونه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۵۳
TVETA

د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د کارکوونکو د ښوونیزو اړتیاوو د پېژندنې او د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې په موخه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې پروګرام ترسره شو.

په دې پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ګډون وکړ او د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې په بهیر کې یې فعاله ونډه واخیسته.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، مفتي فضل‌الرحمن فاضل، د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د همکاریو او هڅو ستاینه وکړه او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د دې انسټیټیوټ رول ارزښتناک وباله. نوموړي د اداري اړتیاوو سره سم د هدفمندو او اغېزناکو روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د مالي او اداري چارو مرستیال زیاته کړه چې اخلاص، رښتینولي او د مسئولیت احساس د اداري چارو د بریالي ترسره کولو اساسي اصول دي، او کارکوونکي باید خپلې سپارل شوې دندې په ژمنتیا، امانت‌دارۍ او د عبادت په نیت ترسره کړي، ترڅو خلکو ته د اغېزمنو او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.

ورپسې، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ رئیس، حافظ اسدالله هارون، وویل چې د دې پروګرام اساسي موخه د کارکوونکو د ښوونیزو اړتیاوو کره پېژندنه ده. نوموړي څرګنده کړه چې د دې اړتیا ارزونې پایلې به د راتلونکو ښوونیزو نصابونو او روزنیزو پروګرامونو د جوړولو بنسټ وګرځي، ترڅو روزنې د ادارو له واقعي اړتیاوو سره سمې طرحه او پلې شي.

د پروګرام په بله برخه کې، د اړتیا ارزونې فورمې د کارکوونکو ترمنځ ووېشل شوې. ګډونوالو د فورمو له ډکولو سره، د دې ډول پروګرامونو هرکلی وکړ او دا یې د مسلکي ظرفیتونو د لوړونې، د اداري خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د کاري مهارتونو د پراختیا لپاره یو اغېزمن ګام وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS