د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو له استادانو سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د مرکزونو عمومي وضعیت، د ښوونیزو پروګرامونو د پلي کېدو بهیر، شته ستونزې، اړتیاوې او د زده‌کړو کیفیت لوړولو لارې چارې وڅېړل شوې.

همدارنګه، د ادارې پلاوي د اړوندو مرکزونو اداري، ښوونیز او اجرائیوي اسناد په هر اړخیز ډول وکتل او د نافذو طرزالعملونو او مقرراتو د پلي کېدو څرنګوالی یې وارزاوه.

محترم مولوي غلام حیدر شهامت د مسؤلیت‌پالنې او کاري ژمنتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د مرکزونو مسؤلینو او کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې په اداري او ښوونیزو چارو کې نظم، روڼتیا او لازم دقت مراعات کړي.

نوموړي همدارنګه د نظري او عملي زده‌کړو کیفیت لوړولو، له شته امکاناتو اغېزمنې ګټې اخیستنې، د ښوونیزو تجهیزاتو ساتنې، د نظم او انضباط رعایت، د زده‌کوونکو ستونزو ته رسېدنې او د مناسب ښوونیز چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د ادارې د پروګرامونو او لارښوونو پر دقیق پلي کېدو، د معیاري ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو او د ښوونیزو مرکزونو او سیمه‌ییزو مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

ټاکل شوې ده، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوی د مرکزونو وضعیت ارزونې په موخه نورو ولایتونو ته هم کاري او څارنیز سفرونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی سیمینار پیل شو. د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

BACK TO NEWS