د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو ته د« سیم کشۍ » په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي ليسې د برښنا څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ او د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د یاد ښوونیز مرکز په ورکشاپ کې د « ساختمان د سیم کشۍ »په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د لین غزونې د ډولونو او همدارنګه د یوې مکملې خونې د سیم کشۍ د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
دغه راز د همدې درسي جلسې په ترڅ کې د زده کوونکو پوښتنو او سوالونو ته هم ځوابونه وړاندې شول.
عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي تر څو نوموړي له فراغت وروسته د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.
