د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په حضور کې حضرت محمد (ﷺ) میلاد تجلیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۴:۶
میلاد النبی

د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ﷺ) د میلاد په مناسبت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د انرژۍ او اوبو او وزارت او امر بالمعروف و نهی از منکر چارواکو هم ګډون کړی وو تجلیل شول.

ښاغلي شهامت په دې غونډه کې په خپله وینا کې د حضرت محمد مصطفی (ﷺ) په ژوند، شخصیت او اخلاقو خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د اسلام ستر پیغمبر د ټولې نړۍ لپاره رحمت دی او ټول هغه احکام چې د الله تعالی له لوري د رسول الله (ﷺ) له لارې رالیږل شوي، رحمت دي.

هغه د دې غونډې ګډونوال هم وهڅول چې د رسول الله (ﷺ) د سنتو اطاعت وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې مراسمو کې د رسول الله (ﷺ) د سیرت النبی سيالۍ (400) ګډونوالو ته د ازموينې پايلې هم اعلان شوې او هغه چا چې غوره نمرو ترلاسه کړي وی جايزې او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د لیول کارۍ په اړه د پروان تخنيکي انسټيټوټ محصلينو د عملي زده کړو بهیر

د پروان ولایت تخنيکي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته یاد ولايت مرکز ته د يو علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان او ساختماند لیول کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۹
Background image

د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه جوړه شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې مالي مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ او د ادارې د يو شمېر رئيسانو په حضور جوړه شوه. په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د پروان تخنیکي او مسلکي آمریت اړوند بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیسته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د دوو استادي بستونو لپاره د متخصصو او مسلکي کسانو د جذب په موخه رقابتي ازموینه واخیسته. په دې ازموينه کې. . .

BACK TO NEWS