د کابل ميخانيکي انسټيټوټ د ديني او عقیدتي علومو سيالۍ ترسره کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۶:۸
امتحان

د کابل ميخانيکي انسټيټوټ د یاد ښوونيز مرکز د محصلينو او زده کوونکو په ګډون د ديني علومو او عقیدتي مسايلو آزموينه په لاره واچوله.

د کابل ميخانيکي انسټيټوټ د مسوولينو په وينا، د دې پروګرام موخه، په ځوانانو کې د ديني علومو د پوهې پياوړتيا ویل شوې ده.

د کابل د تخنيکي انسټيټوټ رئيس مولانا سيد عبدالرحمن رافت ځوانان د ټولنې او هېواد د ملا تیر په توګه ياد کړل او زياته يې کړه، چې ځوانان بايد د علم په ترلاسه کولو او د افغانستان د پرمختګ لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

د ذکر وړ ده چې په دې رقابتي پروګرام کې شاوخوا ۵۰۰ تنو ګډون کړی و، چې د مسوولینو په وینا، ګټونکو ته جوایز هم په پام کې نیول شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د لیول کارۍ په اړه د پروان تخنيکي انسټيټوټ محصلينو د عملي زده کړو بهیر

د پروان ولایت تخنيکي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته یاد ولايت مرکز ته د يو علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان او ساختماند لیول کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۹
Background image

د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه جوړه شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې مالي مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ او د ادارې د يو شمېر رئيسانو په حضور جوړه شوه. په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د پروان تخنیکي او مسلکي آمریت اړوند بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیسته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د دوو استادي بستونو لپاره د متخصصو او مسلکي کسانو د جذب په موخه رقابتي ازموینه واخیسته. په دې ازموينه کې. . .

BACK TO NEWS