د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ.

د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې چې د دې ورکشاپ په ترڅ کې د ټکنالوژۍ، ودانیزو چارو، ځانګړو زده‌کړو، اقتصاد او مدیریت په ګډون د بېلابېلو څانګو تعلیمي نصابونه بیا وکتل شي.

په دې پروګرام کې د بېلابېلو ادارو متخصصین، کارپوهان او د پوهنتونونو استادان ګډون لري.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، محترم مولوي غلام سعید احساس، د دې دېرش ورځني ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د تعلیمي نصاب ترتیب، تدوین، بیا کتنه او پراختیا د زده‌کړو د کیفیت په لوړولو کې بنسټیز ارزښت لري.

نوموړي څرګنده کړه چې متخصصین او د پوهنتونونو استادان باید د تعلیمي نصاب د جوړولو او بیا کتنې پر مهال کلتوري، اخلاقي، شرعي او اسلامي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

محترم مولوي غلام سعید احساس همدارنګه ټینګار وکړ چې د خصوصي سکټور او د کار بازار اړتیاوې باید د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو په تعلیمي نصاب کې په پام کې ونیول شي.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال له ګډونوالو وغوښتل چې د تعلیمي نصاب د بیا کتنې او پراختیا لپاره له خپلو علمي وړتیاوو څخه بشپړه ګټه واخلي او د هېواد د علمي ټولنې د خدمت لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي نصاب رئیس هم د ځوان نسل په روزنه کې د تعلیمي نصاب ارزښت مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي، څو د پوهنتونونو د استادانو، متخصصینو، کارپوهانو او د خصوصي سکټور د استازو له نظرونو څخه په ګټې اخیستنې، تعلیمي نصابونه د اسلامي ارزښتونو، د ټولنې اړتیاوو او علمي او تخنیکي پرمختګونو له غوښتنو سره سم بیا و ارزوي او اعتبار ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS