د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته ښوونیز وسایل وسپارل شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۳۴

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي، چې د ولایت مقام له لوري یو شمېر ماشینونه او ښوونیز تجهیزات د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته وسپارل شول.

په همدې لړ کې، د ننګرهار میخانیکي انستیتوت ته ۱۰ پایه د ګلدوزۍ ماشینونه وسپارل شول، چې له یادو ماشینونو څخه به د عملي زده کړو، د زده‌کوونکو د مهارتونو د لوړولو او د ګلدوزۍ د مسلکي زده کړو په برخه کې د عملي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخیستل شي.

همدارنګه، د چرګانو د تولید او روزنې اړوند ماشینونه د ننګرهار د کرنې او وترنرۍ انستیتوت ته وسپارل شول، ترڅو د چرګانو د روزنې او تولید په برخه کې د عملي زده کړو او د زده‌کوونکو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

په همدې حال کې، د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ولایت مقام له دوامدارې همکارۍ او پاملرنې څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د دا ډول وسایلو او تجهیزاتو برابرول د مسلکي زده کړو د کیفیت په لوړولو، د زده‌کوونکو د عملي مهارتونو په پیاوړتیا او د کار بازار له اړتیاوو سره سم د مسلکي کادرونو په روزنه کې اغېزمن رول لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه. یاده اندازه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د مخابراتو وزارت د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ له رئیس سره وکتل!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم سید محمد فرید آغا هاشمي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پروسو د پراختیا او ساده‌ سازۍ له رئیس محترم سید نجم‌الدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د څارنې مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مسلکي ظرفیت لوړولو، د څارنې د بهیرونو د ښه والي او د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د عمومي څارنې مدیرانو او مسلکي غړو د کاري. . .

BACK TO NEWS